دامريکا پوځي دايمي اډي يا داشغال دوهم دګواښونو ډک پړا و!
انجنير سيد عبدالقادر    انجنير سيد عبدالقادر

 

 

                    لومړي ــــ دپوځي اډوپه  وړاندي دافغان ولس او دمنطقي دهيوادونو باالفعل او باالقوه غبر ګونونه :  

دوهم ــــ  دامريکا دپوځي دايمي اډو دپايلو په هکله  لنډه وړاند وينه :

لومړي ـــ نيژدي يوه مياشت مخکي دامريکا جمهوريت  غوښتونکو دګوند  يوه سناتور ( لينزي ګريهام ) په يوه مصاحبه کي  زموږ په بي صاحبه وطن کي دخپلو غير مشروع مخو له پاره  په منطقه کښي دامنيتي ثبات او دتروريزم پر ضد دمبارزي او دبل ځل له پاره دطالبانو دواک دنه رسيدو په پلمه دڅو امريکايي  پوځي  دايمي اډو شتون په داسي حال کي ضرور او لازمي وبلي ۰ چه په اوس مهال کښي امريکا او ناټو دواړه په افغانستان کښی ـــ ۲۹ــ لوي پوځي اډي لري ۰ چه دهغي جملي څخه  يي ۱۳يواخي هوايي  پوځی  اډي دي ،چه ددي جملي څخه  یی بيا دوي هوايي پوځي  اډې په ډيرو عصري  تجهيزاتو باندي  سمبالي  دي ۰ چه ديوي خوا کولايسي په ډيره اساني اسيا، اروپا ( روسيه ، چين ، ايران ،)  او هند کنترول کړي، اوله بله پلوه کولايسي چه دنفتو اوتيلوهغه زيرمي چه د کسپبين اودپارس په خليج کي شتون لري  په خپل کنترول کي وساتي ۰ او هم دارنګه  د ۲۰۰۹ کال په درشل کي دهلمند دولايت دګرم سير په ولسوالي کي بيا د يوي  نوي يا نويشتمي اډي دجوړيدو په تلاښ کي سوله  ، داسيمه و دوي ته په ستراتيژيکی لحاظ  ځکه د اهميت وړده ، چی پاکستان او ايران ته نيژدي پرته سيمه ده ۰   بايد ووايو چی دامريکايي سناتور تر څرګندونو وروسته دڅو هفتو له پاره  افغاني چارواکو دولس څخه هر څه پټ کړي ،  او  چپتيا يي  اختيار کړي وه ۰ نيژدي يوه اونۍ  مخکي کرزي په يوه خبري کنفرانس کي وويل :حکومت يي له امريکا چارواکو سره ددايمي اډو دجوړولو دقانوني کيدو او ستراتيژيکو جزيياتو په تړاو خبري کوي ، خو په دې اړه به وروستي پريکړه دهيواد پارلمان او لويه جرګه کوي ۰ او زياته يي کړه چی موږ باوري يو چی افغانستان دامريکا سره داوږد مهاله اړيکو ليواله دي ۰

  دامعلومه خبره ده  چی په افغانستان کي داشغالي ځواک شتون نه يوازي دامريکا دشومو مخو له پاره دي بلکه  د لاس پوڅي حاکميت او ديو ګوچني قشريعني  ( بشري او اقتصادي جنايتکارانو ، دغربي نړي څخه راغلي تيکنوکراتانو  چی دولس دملي شتمنيوپه  مختليفو برخو کي په چور او چپاول باندي لګياه دي ) په ګټه هم تمام سوي دي ۰ ځکه نود لاس پوڅي  حاکميت واکمنانو  او دې  قشر نيژدي دلسو کلونو راهيسي په يوه اوبله توګه سعيه  او تلا ښ  کړي دي  چی اشغالي شتون لړي  ادامه پيدا کړي  ۰د اشغال نيژدي دلسو  کلونو  په شتون کي  دوي وکړايسواي چی ځانونه  د سلګونو ميلينونو ډالرو خاوندان کړي  ،  چی نوريي هم  ورځ په ورځ  دملي شتمنيو چورولو ته يي لاس رسي ډيريږي ، دبله طرفه بيا  ولس دخپل سر او مال په ښندنه  ددې اشغال په وړاندي يوه ورځ تر بلي ډيره سخته  قرباني ورکوي ۰ ځکه نو دامريکا يي اشغالګرو دا دشرمه او دبشري جناياتو څخه   ډک وړانديز ( پوځي اډودايمي شتون  ) د تصويبولوله  پاره  لاس پوڅي حاکميت  دولس دتير وتلو له پاره د يوي  داسي  خطرناکي لوبي په تلا ښ کي دي   ، چی دهغي لوبي داجندا يعني  د دايمي استقلال د پلورني  مسئوليت دولس پر اوږو واچوي ۰ هغه دا چی  کرزي او دده ډله کوښښ کوي چی دامريکايي اشغالګرو ددې  غوښتني وځواب  ته ظاهرأ داسي بڼه ورکړي ، چی دا صلاحيت ددولت نه بلکه دولس په لاس کي دي  ، او دولس استازي بايد د ( رد يا هوکي )  ځواب امريکا ته  ورکړي ۰  ځکه نوغواړي چی په راتلونکي لويه جرګه اويا  هم  په لاس پوڅي پارلمان  باندي يي  تصويب او مسئوليت يي بيا  په ولس پوري وتړي ۰  په داسي حال کي چی د اوسني پارلمان نيژدي ۹۰ فيصده غړي  دبشري او اقتصادي جنايتکارانو يا داوسني لاس پوڅي حاکميت دپيسو او واک په زور چوکي نيولي دي ، چی په هيڅ ډول دولس استازيتوب نه سي کولاي ۰ او هم بايد ووايو چی که  هره لويه جرګه داشغال په شتون کي راوبلل سي په هيڅ ډول به دملي ګټو په دفاع کي و نه دريږي ، ځکه نو  دولس استازيتوب نه سي کولاي ۰ ولي په هر صورت کرزي صاحب به د مشروع پارلمان او مشروع لويي جرګي نوم پر کښيږدي ، او د پوځي اډو دشتون په هکله به يي  ټوله فيصلي مشروع او قانوني وبولي ، او متاسفانه  په يوه هسکه  شمله به يي امضأ هم کړي ، ولي په هيڅ ډول به دولس په وړاندي کوم  مشروعيت ونه لري ۰ دتعجب خبره خولا داده چی دارګ ددفاع وزير  ( عبدالرحيم وردګ ) پر ۱۳ ــ ۲ ـــ ۲۰۱۱ د ( BBC ) سره په مصاحبه کي داسلا مي او افغاني وجدان څخه په ليري فاصله کي ډير ژرپه دايمي  وطن  پلورلو کي  ځان مخ ته کړ او داسي يی  وويل :  چی زه خپله دامريکا ددايمي پوځي اډو سره هم ږغي يم ۰ داسي معلوميږي چی دي غواړي امريکايانو ته ځان ډير صادقه وطن پلورونکي وښي ۰ اووڅنګ ته به دپوځي اډو په شتون کي  خپل دچور وشرکتونو ته هم وسعت ورکړي ۰

داسي معلوميږي چی دامريکا او کرزي تر منځ  د پوځي اډو دشتون  خبري نوي نه بلکه ډيره  سابقه لري ۰ هغه داچی په حقيقت کي په  افغانستان کي دامريکا دپوځي دايمي اډو د  شتون  منطق  دامريکا  دستراتيژي دوهم پړاو بلل کيدلايسي ، او ويلايسو چی ددې لوبي ټولو لوبغاړو ته دپوځي اډو دشتون  دمنطقو  خبره داشغال دلومړي ورځي څخه لا ودوي ته  جوه  ته  وه ، ځکه نو  کرزي صاحب چی د هم دې  ستري لوبي چی  هدف يي  ( دمرکزي آسياه دتيلو زيرمو ته ځان رسول  ، دچين او هند دبيساري اقتصادي برمختګ ومخ ته دريدل د ايران مهارکول اود افغغانستان اقتصادي  زيرمو څخه ګټه اخيستل  دي ) عمده لوبغاړي دي ، نو  بايد د لوبي په هر پړاوباندي دپخوا څخه لا خبر وي ۰  او  معلوميږي چی کرزي صاحب نه يوازي په وطن کي دامريکايي پو ځي اډو شتون ته ليواله دي بلکه دمرکزي آسيا ه په هيوادونو کښي هم دامريکايي پوځي  دايمي اډو دشتون له پاره يي پخواه لا هم  هلي ځلي کړي دي ۰ دبيلګي په ډول : د ۲ــ۶ ــ ۲۰۰۹ کال کي  دقزاقيستان په مرکز کي دافغانستان او قرغيزستان دسفيرانو په ګډ ملاقات کښي دافغانستان دجمهور رئيس وړانديز دقرغيزستان جمهورر ئيس ( باقي يوف ) ته ديو په  يو ملاقات په هکله دافغانستان دسفير له خواه څخه دقرغيزستان سفير ته ورکول سوو ، او داسي معلومه سول چی ددې ملاقات اصلي هدف په قرغيزستان کي دامريکا دپوځي اډي دبيرته پاته کيدو دپاره وو، ولي وڅنګ ته  په افغانستان کي دبيا رغوني له پاره دهمکاري  غوښتنه هم سوي وه ۰دا غوښتنه په داسي حال کي وسوله ، چی ازبکستان په خپله خاوره کي  دامريکا پوځي اډه ورتړلي وه ۰   بايد وويل سي  چی امريکا  په اوس مهال کي د ټولي مرکزي آسياه په سطح کي يوازي په قرغيز ستان کي نظامي اډه لري ۰ او داداسي يو هيواد دي چی دروسيي دسياسي ، اقتصادي او نظامي تاثيراتو څخه په هيڅ ډول ځان نه سي ايستلي ۰ دبله طرفه  په مرکزي آسياه کي دامريکا ښکاره  پوځي  تهديدي تلاښونو روسيه ودې ته وهڅول چی په ۲۰۰۳ کال کي په قرغيزستان کي د امريکايي  پوځي اډي په وړاندي يوه پوځي اډه جوړه کړي ۰او هم دارنګه  د۲۰۰۹ کال په اګست کي دکريملين يو لوړ پوړي مشاور ( سرګي پردو کا ) دچټک غبرګون ديو ي بلي  نوي پوځي اډي دجوړيدو خبرورکړ ۰ او دې چارواکي رسنيو ته وويل ، چی قرغيزستان وروسيي ته د جيو  پليتيک له کبله د ډير داهميت وړ دي ، ولي دا پوځي اډه يي د قرغيزسي دولت سره په ګډه جوړه کړي ده ۰ او داسي ويل کيده چی دا سيمه  د فرغاني در ه ته نيژدي پرته ده  ،  چی  دازبکستان او تاجکستان  سره بيا  ګډه پوله   لري ۰ ددوي ددې ښو اړيکو تر څنګ  نيژدي دوه  کال مخکي دروسيي دولت  د (۲   ميلياردو ډالرو  ) کريډيټ دډيرو آسانه شرايطو سره هم ورکړ ۰چی ددوي د  دوستي پر ټينګښت يي نورهم کلک اثر  وښندي ۰ هم دارنګه  ددې هيواد پارلمان څو ورځي مخکي د قرغيزستان د(  چو يسکايا  )  دغره يوه  جګه څوکه  چی ۴۴۴۶ متره جګ والي لري  دروسيي دصدراعظم پوتين په نامه کړه ،  چی داټوله ددوي تر منځ د پخواني دوستي او ښه ګاونډيتوب او دملي ګټو دنيژديوالي ډيري ښي بيلګي بللايسو و ۰ځکه نوويلايسو چی دروسيي ددولت  په  يوه اشاره کيدلايسي  دامريکا دمناس په نامه پوځي اډه و تړل سي ۰په داسي حال کي چی دازبکستان دولت بيا  دامريکا پوځي اډه نيژدي دري کاله مخکي دازبکستان د اندجان په  ښار کي دسختو ناراميو او هم دنورو نوو سياسي تحولاتو د رامنځ ته کيدو  دمخنيوي له کبله وتړل ۰ چی په پايله کي يي دامريکا او ازبکستان تر منځ سياسي اړيکي ډيري  ترينګلي کړلي ۰ اوويلايسو چی د شاينکاي هيوادونو په مرکزي آسياه کښي  دامريکا پر نوو پوځي اډو پر جوړيدو باندي ټولي لاري بندي کړي دي دا ځکه چی ددې پوځي اډو مخي نه يوازي شانکاي هيوادونو ته بلکه د نړي  وټولوهيوادونو ته په ګوته دي ۰

دپورتنيو واقعيتونو په نظر کي نيولو سره بايد ووايو چی ،   په اوس مهال کي په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کي دکرزي او شمالي تلوالي تر منځ شخړي هم ددې ځاي څخه سر چينه اخلي ۰ چی دپارلماني ټاکنو دلومړي ورځي څخه د کرزي واکمني  ډلي کوښښ کړي دي ، چی د نوي پارلمان  اکثريت غړي  بايد د کرزي سره هم ږغي وي ۰ ځکه  نو په دې ټاکنو کي يي  دځينو رسنيو په حواله ډيري پيسي هم ولګولي ۰ او  د کرزي ډلي  کوښښ کاوه  چی دپارلماني اکثريت په ګټلو سره به دامريکايي پوځي اډو دايمي شتون دپارلمان څخه په آساني تير او تصويب کړايسي ، او هم به دځان په ګټه  په اساسي قانون کي دځينو تغيراتو دراوستلو له پاره په پارلمان کي ډير هم ږغي ولري ، چی بيا په آساني سره وکړايسي چی  په لويه جرګه کي  دپوځي دايمي  اډو شتون تصويب اوهم  په اساسي قانون کي به  يي دخپلي خوښي  تغيرات  دستونځو سره مخامخ   نه سي ۰ او هم به خپل پاته هم ګټي سر پرست وزيران دپارلمان څخه په آساني تير کړايسي ۰  ولي دپارلمان دمصنوعي ټاکنو د لوبي  پايلو  په ګوته کړل ،  چی ( روسي  او ايران  پلوه ) شمالي تلواله ځيني  مخ ته سوي ده ۰ چی په دې سره يي  دامريکا او دکرزي داداري ګډ پلان دګواښونو سره مخامخ کړي دي ۰  ځکه نو داوسني ولسي جرګي جګړه هم ددې ځاي څخه سر چينه اخلي ۰بايد داهم توضيح کړو چی شمالي تلواله داشغال سره دلومړي ورځي هم ږغه اود اشغال په زور يي  وميلياردونوغير مشروع  ډالرو نو ته هم  لاس رسي پيداکړي دي ، چی په واقعيت کي  دبهرني اشغال په نه شتون کي ،  دسياسي او نظامي پلوه دولس په منځ کي ديوي ورځي بقاهم نه سي لرلاي ۰ ولي داتلواله دروسيي او ايران دپخوانيو اخښل سوو اړيکو څخه هم ځان نه سي ليري کولاي ۰ ځکه روسيه او په مجموع کي دشانکايي هيوادونه دامريکا دپوځي اډو شتون  نه يوازي په افغانستان کي بلکه دمرکزي آسياه په نورو هيوادونو کښي هم دځان له پاره دګواښونو څخه ډک تهديدونه ګڼي ۰  حتا داد خپلو ملي ګټو پر ضد يوښکاره  عمل بولي ۰چی په دې هکله ويلايسو چی نيژدي يوه اوني مخکي دروسيي بهرنيو چارو وزارت دامريکا دپوځي اډو ددايمي شتون په هکله سخت غبرګون ښکاره کړ ، او ويلي وه چی  واشنګټن اوهم  کابل دواړو دا موضوع  د نړيوالي ټولني سره نه ده طرحه کړي ،  او موږ غواړو چی دداوړ سره دنيژدي خبري وکړو۰  او که نه موږ به دمرکزي آسياه په يو شمير هيوادونو کښي هم پوځي اډي جوړي کړو ۰  ولي دبله اړخه بيا روسيه او په مجموع کي دشانکاي هيوادونه  دامريکا اوسني جګړه تشويقأ پر حقه بولي ۰  او غواړي چی  دامريکا دفساد څخه ډکه  امپراتوري په هم دې هيواد کي دپخواني شوروي اتحاد په برخه ليک باندي اخته کړي ۰ ځکه نو ويلايسو چی په مجموع کي  شمالي تلواله دروسيي دغوښتنو سره سم  داوسني شکل د اشغال هم ږغه ، ولي  دبل  اړخه بيا  د پوځی دايمي اډو سره به خپل کلک مخالفت ښکاره کړي ۰ ځکه نو لويه څارنوالي هم دجمهوري رياست په زور دولسي جرګي په مصنوعي ټاکنو کي ددرغليو په هکله تر خپلو صلاحيتونو هم لوړي خبري کوي ۰ او  داسي معلوميږي چی  دولسي جرګي دا شخړو لړۍ   به تر هغه وخته  روانه  وي ، چی دولسي جرګي ترکيب دکرزي صاحب په ګټه او هم ږغي باندي تماميږي ۰

دوهم  ـــ  دامريکا  دپوځي دايمي اډودپايلو په هکله  لنډه وړاند وينه  : ـــ  دامريکا له پاره يي  ګټي  په لاندي ډول دي :

۱ ـــ هغه لګښتونه چی  امريکا په اوس مهال کي  دخپلو اشغالي عسکرو له پاره   تر سره کوي دپوځي اډو په شتون کي به دا لګښتونه  شايد تر ۵۰ فيصده هم را کښته سي ، دا ځکه چی ددوي  لازم او محدود  پوځي قطعات به يوازي په اډو کي شتون ولري ،نو  په دې صورت کي به دوي په پراخه پيمانه  پر  عصري پوځی تجهيزاتو باندي تکيه کړ ي وي او بس ۰

۲ ـــ دپوځي اډو په شتون کي کيدلايسي چی  د امريکا پوځي بشري تلفاتو کچه هم  دسل فيصده څخه يو فيصد ته را ټيټه سي ، داځکه چی ددوي قطعات به يوازي پرافغان مقاومت او داوس مهال په څير د  ولسي خلګو پر کورونو باندي دجنګي الوتکو او لنډ منزله راکټونو دويشتلو څخه ګټه اخلي  ۰

۳ ـــ دپوځي دايمي اډو په شتون کي به امريکا دامکان په صورت کي  دخپلي ستراتيژي وهغو اړخونوته هم مخ  واړوي کوم    چی دآمو په هغه بله خواه کي   دتيلو او ګازوپراخي  زيرمي  لري ۰

ـــ دپوځي دايمي اډو شتون تاوانونه و افغان ولس ته  په لاندي ډول وي :

۱ـــ  دعامه خلګواو  په مجموع کي دافغانانو  دتلفاتو دفيصدي  کچه به نيژدي دوه برابره سي ۰ دا ځکه چی امريکا او لاس پوڅي رژیم يي کوښښ کوي چی دجنګ  ډيره برخه  د خپلو افغانانو تر منځ يعني  ( افغان دافغان سره ) په جنګ اخته   کړي ، هغه داچی افغان اجير وسلوال پوځ ( اردو ، پوليس ، امنيت دولتي ) به دافغان مقاوت سره په ورځني جنګونو کي اخته ، او دضرورت په وخت کي به اشغالي پوځونه خپل دخوښي او ړانده بمباردونه کوي ،  او په مجموع کي به د تلفاتو زيانونه  وافغاني کورنيو ته رسيږي ، اواشغالي ځواکونه به خپلي مستي راته کوي ، دا ځکه چی افغان به  يي  دافغان سره په جنګ اچولي وي ۰

۲ـــ  دپوځي اډو په شتون کي به دافغان شتمنيو  زيرمي  يو په بل پسي به ځيني  په پټه وړل کيږي  او ځيني به په ښکاره په  ګوته کيږي ،  او خپلو شرکتوالو او افغاني اقفصادي جنايتکارانو ته به يي په ډيرو آسانو شرايطو او وړيا قيمتونو ( دليلام په څیر لکه انترکانتينينټال هوټل چی يي ورکړي وو )  ورکول کيږي ۰ چی ګټه به يي ولس ته ددې لسو کلونو په څير وي يعني ولس به دخپلو شتمنيو څخه محرو م دباندي پاته وي ۰  چی به نتيجه کي به امريکا دخپلو نورو ګټو وڅنګ ته  دخپلي خوښي سره سم دبشري او اقتصادي جنايتکارانو څخه  يوه نوي طبقه دملي تجارانو په نامه رامنځ ته کړي ،  چی بيابه نو راتلونکي حاکميتونه هم  ددې جنايتکارانو دکورنيو په ولکه کي وي ۰

۳ ـــ جنګ به تر اوسني وخت لاډير شدت ومومي ديوي خواه به دمنطقي هيوادونه او په ځانګړي توګه ګاونډي هيوادونه دخپلو ملي ګټو په نظر کي نيولو سره به دامريکا ددې پوځي اډو په وړاندي په يوه او بل ډول به په ډير شدت سره به غبرګونونه ښکاره کوي ، حتا ويلايسو  چی په دې غبر ګونونو کي به  روسيه بيرته د امريکا او ناټو پر قواوو باندي دروسيي او مرکزي آسيا ه له لاري نه اکمالاتي لاره بنده کړي ۰

ـــ  او  بايد ووايو چی امريکا دنړي  په اوسنيو شرايطوکي  اوپه ځانګړي توګه د خپل بي ساري وران اقتصاد باندي  دامکانه ليري معلوميږي چی دوي دي  زموږ په وطن او منطقه کي خپلو نا پاکو مخو ته ورسيږي ۰ دا ځکه چی دځينو رسنيو په حواله چی د امريکا  د۲۰۱۱ کال دولتي بوديجه يي  (۸ ، ۳ )  تريليونه ډالره او دبود يجي کسر يي په ځينو رسنيو کي ( ۱،۴ ) او ( ۱،۶ ) تريليونه ډالره په ګوته کړي دي ،   يعني يابه  ( ۸۴ ، ۳۶ )   سينټه يا به ( ۱، ۴۲ ) سينټه دهر ډالر په مصرف کي  قرضوي چی ددې کسر په نتيجه کي دامريکا قرض په اوس مهال کي  و( ۱، ۱۴ ) تريليونو ډالرو ته رسيدلي دي ۰ چی داقتصادي پلوه دايو  ښکاره حقيقت دي چی که يو تجارتي موسسه او يا تجارتي بانک مصرفونه تر عايداتو ډير سي نو په هغه صورت کي دا مو سسي لغوه او بانکونه بيا بانکوټ کيږي ، ځکه نود  امريکا امپراتوري  په  اوس مهال کي ددې تجارتي موسساتو په څير  په داسي يوه نازک حالت کي قرار لري ۰

ـــ بايد په ښکاره ډول وويل چی که دامريکا پوځي اډي تر ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کي پاته سي ، د افغان مقاومت او دمنطقي دهيوادونو غبرګونونه دا په ګوته کوي ،  چی ډير ژر به دا پوځي اډي وتړل سي ،  چی په هغه صورت کي نودادامريکا له پاره يوازي نظامي ماته  نه بلکه يوه  لويه سياسي ماته به هم وي ، چی تلافي به يي وامريکا ته دامکانه ليري خبره وي ۰  

په وروستي برخه کي بايد وواي چی ځيني افغان روشنفکران داسي فکر کوي چی دپوځي اډو شتون به په افغانستان کي دامنيتي ثبات ، پرمختګ او د ګاونډيو هيوادونو دلاس وهنو دمخ نيوي سبب به وګرځي ۰ په داسي حال کي چی دپوځي اډو شتون به نه يوازي دولس په ګټه دپر مختګ خنډ وګرځي بلکه ګاوندي هيوادونو او حتا دمنطقي هيوادونو ته به هم دلاس وهني زميني برابري او وطن به نور هم داور ولمبو ته ور پوري وهي ۰ ولي ښه او پر ځاي دافغانستان ، منطقي او نړيوالو په کټه يوازني وريانت دافغانستان داوسني کشالي سياسي حل دي ، چی دملګرو ملتونو په منځګړيتوب يو نړيوال کنفرانس راوبلل سي ، چی په هغه کي  نه يوازي  دجنګ ددواړو خواوي   بلکه يو شمير افغان ملي ګټو ته وفاداره افغان سياسي کاپوهان ، دملي ډموکراټيکو ګوندونو استازي او محلي شخصيتونه ګډون وکړي ، او په افغانستان کي  اوسني تاو تريخوالي ته دپاي ټکي کښيږدي ۰ 

                                                                                                                تمت باالخير

اخځ :far si    R U             : ريا نووستي

 :ویریمیا نووستی


March 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات